د افغانستان د کرکټ پخواني ملي لوبغاړي ،شاپور ځدراڼ، د جنازې لمونځ ،د جولایۍ په ۹مه، د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او وروسته یې مړی د نادرخان غونډۍ (مرنجان تپې) په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د جنازې په مراسمو کې د کرکټ ګڼو مینه والو، ورزشي شخصیتونو، دولتي چارواکو او زرګونو نورو افغانانو ګډون کړی و. د شاپور ځدراڼ جسد یوه ورځ وړاندې له هند څخه کابل ته لېږدول شوی و.
شاپور ځدراڼ له څو میاشتو راهیسي د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو د سرطان ناروغۍ له امله یې ساه ورکړه.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له مخکښو چټکو توپ اچوونکو څخه و. هغه د خپل نړیوال کرکټ په موده کې په ۴۴ یو ورځنیو او ۳۶ شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کړی او ټولټال یې ۸۰ وېکټې ترلاسه کړې وې.
ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ودې په لومړیو کلونو کې د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېده او د هغه مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یو ستر زیان بلل کېږي.

شال نیوز