جمیعت علمای اسلام په ملاکنډ ډویژن کې د انکم ټیکس د نافذولو پرېکړه رد کړې او د هغې پر ضد یې د احتجاجي تحریک د پېل اعلان کړی دی.

 

د جمیعت علمای اسلام د باجوړ امیر او پخواني سناتور ،مولانا عبدالرشید، د ګوند د مشرانو او د سوداګرو د استازو ترڅنګ ،د جولایۍ په ۹مه، په باجوړ پرېس کلب کې خبري غونډې پرمهال له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په ملاکنډ ډویژن کې د انکم ټیکس د نافذولو پرېکړه دې سمدستي بېرته واخلي.

 

په دې خبري غونډه کې پخوانی اعلا ناظم حاجي سید بادشاه، مفتي طارق، مولانا شمس الزمان، د عنایت کلي بازار صدر عمران ماهر، د خار بازار صدر واجد علي، مفتي فضل محسن، مولانا اکبر علي حقاني او یو شمېر نورو هم ګډون کړی و.

 

مولانا عبدالرشید وویل، چې د ۲۵م اساسي قانوني بدلون وروسته د ملاکنډ ډویژن ځانګړی اییني او قانوني حیثیت له منځه وړل شوی، او د دې مسؤلیت د سیمي پر اړوندو ولسي استازو ور تر غاړې دی.

 

هغه وویل، چې د ملاکنډ ډویژن ولس له وړاندې د ترهګرۍ، سېلابونو او زلزلو له امله سخت زیانمن شوی او د خلکو کاروبارونه او د روزګار فرصتونه هم له ستونزو سره مخ دي. د ده په وینا، په داسې اقتصادي شرایطو کې د نویو مالیاتو لګول پر ولس د اقتصادي فشار د لا زیاتېدو سبب ګرځي.

 

مولانا عبدالرشید زیاته کړه چې د جمیعت علمای اسلام د سنا او قامي اسمبلۍ غړي دا موضوع په ټولو اړوندو پارلماني فورمونو کې راپورته کوي. نوموړي اعلان وکړ چې ګوند به ،د جولایۍ د ۱۲مې، په احتجاجي غونډه کې په پراخه کچه ګډون وکړي او په ټول ملاکنډ ډویژن کې به احتجاجي مظاهرې هم ترسره کړي.

 

هغه ټینګار وکړ چې جمیعت علمای اسلام به د ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره خپله مبارزه د قانوني او اییني لارو چارو له مخې دوامداره وساتي.