د کوز سویلي وزیرستان د ضلعي مرکز واڼا د ډبکوټ په سیمه کې د یوفون مخابراتي ټاور له تېرو څلورو میاشتو راهیسي د برېښنا او سولر سیسټم د نشتوالي له امله غیر فعال پاتې دی، چې له امله یې ځاي ولس له ستونځو سره مخ دی.

 

ځايي اوسېدونکي او د یوفون کاروونکي وایي، د شبکې او انټرنېټي خدمتونو د دوامدارې بندښت له امله زرګونه کاروونکي له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوي په وینا، سره له دې چې د میاشتنیو پکېجونو او نورو خدمتونو لپاره پیسې ورکوي، خو د خدماتو له نشتوالي سره یې دغه لګښتونه بې ‌ګټې شوي دي.

 

سیاسي او ټولنیزو فعالانو له پاکستان ټېلېکمیونېکېشن ادارې څخه غوښتنه کړې ده چې سمدستي دې د موضوع نوټس واخلي، په ډبکوټ او شاوخوا سیمو کې دې د یوفون ټاورونه بېرته فعال کړي، د برېښنا او سولر سیسټم د بیا رغونې لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي او خلکو ته دې د موبایل او انټرنېټ بې‌ وقفې اسانتیاوې برابرې کړي.