د فوټبال نړیوال جام د مخکېني پړاو په یوه جنجالي سیالۍ کې ارجنټاین مصر ته په ۳–۲ ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لار پیدا کړه، خو د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د مصر لوبغاړو او روزونکي د ریفري پر پرېکړو سختې نیوکې وکړې او دعوه یې وکړه چې سیالي له مخکې فکس شوې وه.

 

د لوبې په دویمه نیمايي کې د مصر یو ګول د ویډیويي مرستندویه ریفري له ارزونې وروسته لغوه شو. د ریفری په وینا، د ګول له جوړېدو مخکې د میدان په بله برخه کې سرغړونه شوې وه، له همدې امله ګول ونه منل شو. د مصر لوبغاړو او روزوونکي پر دې پرېکړه سخت اعتراض وکړ.

 

د لوبې په وروستیو شېبو کې د مصر کپتان محمد صلاح او د ارجنټاین د یوه لوبغاړي ترمنځ ټکر هم وشو. د مصر لوبډلې ټینګار کاوه چې پر محمد صلاح سرغړونه شوې، خو ریفري لوبه روانه وساتله. په یوه بله صحنه کې هم مصري لوبغاړو د پنالټۍ غوښتنه وکړه، خو ریفري یې غوښتنه ونه منله.

 

د مصر روزونکي حسام حسن د لوبې پر مهال د ریفري له پرېکړو سره په احتجاج لاس پورې کړ، چې وروسته ورته ژېړ کارت وښودل شو.

 

له لوبې وروسته د مصر لوبغاړي مصطفی زکو وویل: «ارجنټاین ته دې د نړیوال جام مبارکي وي، دا سیالي له مخکې فکس شوې وه او هغوي نور هېڅ ته اړتیا نه لرله.» هغه د ریفري پر کړنو هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې ریفری بې پرې نه و.

 

د مصر کوچ حسام حسن هم د ریفري پر پرېکړو اعتراض وکړ او ویې ویل: «که هره پایله وي، زه به هماغه څه وایم چې باور پرې لرم. زما په اند دا سیالي فکس شوې وه او ټولی نړۍ ولیده.» هغه زیاته کړه، که د ارجنټاین بریا له مخکې ټاکل شوې وه، نو د نورو لوبډلو ګډون بیا څه مانا لرله؟

 

په ټولنیزو رسنیو هم د لوبڅارۍ د پرېکړو په اړه پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو تر اوسه فیفا او د سیالیو تنظیموونکو د مصر د لوبغاړو او روزونکي د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د سیالۍ د فکس کېدو دعوه هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده ثابته شوې.