د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، دا مهال په صوبه کې ۱۰ زره او ۶۵۵ ثبت شویو د اېچ ايي وي ناروغانو ته د درملنې او روغتیايي پاملرنې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د دې ناروغۍ پر ضد د عامه پوهاوي، پر وخت تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره اقدامات نور هم چټک شوي دي.
دا څرګندونې د خیبر پښتونخوا د روغتیا سلاکار ،خلیق الرحمن، د جولای په ۸مه، په پېښور کې د اېچ ايي وي په اړه جوړې شوې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. خلیق الرحمن وویل، چې اېچ ايي وي یوه ناروغي ده، بدنامي نه ده او هر ناروغ باید له درناوي، مناسبې درملنې او مساوي روغتیايي خدمتونو برخمن وي.
نوموړي زیاته کړه چې د اېچ ايي وي په اړه ناسمو معلوماتو، ټولنیز بدنامۍ او تبعیضي چلند ته د پای ټکی اېښودل د وخت مهمه اړتیا ده. د هغه په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د اېچ ايي وي د مخنیوي، درملنې او عامه پوهاوي لپاره له ټولو اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوي او ټولو وګړو ته له تبعیض پرته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو برابرول یې لومړیتوب دی.
په غونډه کې د بلو وینز ادارې د خیبر پښتونخوا د اېچ ایي وي او اېډز قانون ۲۰۱۹ په اړه ګډونوالو ته تفصیلي بریفنګ هم ورکړ.
په دې غونډه کې د روغتیا عمومي مشر ډاکټر شاهین اپریدي، د صوبايي اسمبلۍ پخوانۍ غړې سمیرا شمس او یو شمېر پخوانیو ښځینه وکیلانو هم ګډون کړی و.


سلمان یوسفزی