د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي ،شاپور ځدراڼ، جنازه نن ،د جولایۍ په ۸مه، مازدیګر شاوخوا څلور بجې له هنده کابل ته راوړل شوه.
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د نوموړي د جنازې لمونځ سبا پنجشنبه د سهار لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي او وروسته به یې جسد د مرنجان تپې هدیرې ته د خاورو سپارلو لپاره ولېږدول شي.
شاپور ځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسي د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو د راپورونو له مخې ،د جولایۍ په ۷مه، یې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له هغو مخکښو لوبغاړو څخه و چې د ملي لوبډلې په لومړیو کلونو کې یې مهم رول لوبولی. نوموړي د خپل چټک توپ اچونې له امله شهرت درلود او د افغانستان لپاره یې په ۴۴ یو ورځنیو او ۳۶ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کړی و، چې په ټولیز ډول یې ۸۰ وېکټې ترلاسه کړې وې.
د هغه مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یو لوي زیان بلل کېږي، او تمه ده چې ګڼ شمېر پخواني او اوسني لوبغاړي، چارواکي او مینه وال به د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

شال نیوز