د خيبر پښتونخوا د کوز سویلي وزيرستان ضلعې د واڼا تحصيل په تيارزه پوسټ سيمه کې د ځمکنۍ شخړې پر سر د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه اته کسان ټپيان شوي، چې پکې د درېوو حالت نازک ښودل شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، دا پېښه ،د جولایۍ په ۸مه، سهار شاوخوا ۸:۵۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ځمکې پر سر شخړه د دواړو خواوو ترمنځ په مخامخ ټکر واوښته او وروسته ډزې پېل شوې.
د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د يوې ډلې ګل احمد د محمد عمر زوې، محمد شريف د خان محمد زوې، نياز محمد د خان مومن زوې او يار محمد د محمد عمر زوې شامل دي.
همداراز د بلې ډلې ضياءالله د جلال زوې، خان محمد د صاحب خان زوې، حبيب د نواب خان زوې او ضياءالدين د ولي خان زوې هم د ډزو په نتيجه کې ټپيان شوي دي.
د روغتيايي سرچينو په وينا، د ټپيانو له ډلې ګل احمد، محمد شريف او خان محمد حالت د اندېښنې وړ دی، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د واڼا ډي ايچ کيو روغتون څخه ډي ایي خان ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې نور ټپيان په واڼا کې تر درملنې لاندې دي.
پوليس او ځايي چارواکي وايي، دا پېښه ښیي د يوې پخوانۍ ځمکنۍ شخړې پايله وي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنيتي ځواکونه سيمي ته رسېدلي او د احتمالي تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يې امنيتي تدابير سخت کړي دي.
چارواکو ويلي دي چې د پېښې پلټنې پېل شوې دي او له دواړو خواوو څخه نور معلومات راټولېږي.


ظفر وزير