د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د عصري ټېکنالوژۍ د پیاوړتیا په لړ کې ۷۶ نوې پرمختللې څارونکې (سرویلنس) ډرون الوتکې ورکړل شوې دي، چې هدف یې د ترهګرۍ او جرمونو پر ضد مبارزه نوره هم اغېزمنه کول دي.
دا ډرونونه د مرکزي پولیس دفتر پېښور کې ،د جولایۍ په ۸مه، د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د صوبې ۲۷ ضلعو او ۷ بېلابېلو پولیسو یونټونو ته وسپارل شول. په دې کې د ‘ماویک ۴ټي، او ’ډي جې ایي مېټرک ۴۰۰ ار ټي کی’ په نوم پرمختللي ډرونونه شامل دي، چې د فضایي څار، استخباراتي عملیاتو او بېړني غبرګون لپاره کارول کېږي.
د پولیسو چارواکي وایي، د دې نوې ټېکنالوژۍ له امله به د عملیاتو وړتیا لوړه شي او امنیتي ادارې به وکولی شي په حساسو سیمو کې ښه څارنه وکړي. په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ته د تودوخې حس کوونکو یا ترمل ټېکنالوژۍ لرونکي ډرونونه هم ورکړل شوي دي، چې د شپې له خوا د شکمنو کسانو د خوځښت معلومولو کې مرسته کوي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ،ذوالفقار حمید، د غونډې پر مهال وویل، چې د عصري ټېکنالوژۍ کارول د وخت مهم ضرورت دی او د دې له لارې به د ترهګرۍ پر ضد عملیات، د لویو غونډو څارنه، د لټون او هدف ټاکنې ماموریتونه او د طبیعي افتونو پر مهال د ژغورنې چارې لا پیاوړې شي.
هغه زیاته کړه، چې دا ډرونونه نه یوازې چټک دي، بلکې اوږده واټن وهلی شي او د اضافي وسایلو د لېږد وړتیا هم لري. د نوموړي په وینا، د پولیسو ځواک د عصري کولو لپاره له ټولو شته وسایلو ګټه اخیستل کېږي.
چارواکو دا هم ویلي، چې د دې وسایلو تر څنګ به د پولیسو سرتېرو ته ځانګړې روزنه هم ورکول کېږي، څو دا ټېکنالوژي په مؤثره توګه وکارول شي.
خیبر پښتونخوا پولیس تر دې مخکې هم د ډرون ټېکنالوژۍ کارول پېل کړي او دا صوبه په هېواد کې له هغو سیمو څخه ده چې پولیسو پکې په منظم ډول د فضایي څار لپاره ډرون یونټ جوړ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې په سیمه کې د ډرون کارونې زیاتېدو امنیتي اندېښنې هم راولاړې کړې دي، او چارواکي وایي چې د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته به د دې ډول ګواښونو پر وړاندې هم اغېزمن ګامونه پورته شي.


شال نیوز