کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د جولایۍ په ۷مه، ماشومانو له کوره بهر یوه د لوبو کلونا موندلې وه او هغه یې خپل کور ته راوړه. سرچیني وايي، کله چې ماشومانو له دغې کلونی سره لوبې کولې، ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه.

 

د چاودنې په پایله کې دوه ماشومان پر ځای وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی. ټپي ماشوم سمدستي روغتون ته رسول شوی، چرته چې یې درملنه روانه ده.

 

پولیس وايي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم امنیتي ځواکونه او د بم شنډولو ډله سیمي ته رسېدلې ده. د بم شنډولو کارپوهان له سیمي څخه شواهد راټولوي او د چاودنې د نوعیت او لاملونو د معلومولو هڅه کوي.

 

چارواکي وايي، د لوبو په شان د دې مشکوکې وسیلې په اړه معلومات تر اوسه لومړني دي، او وروستي جزییات به د پلټنو له بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.