د خیبر پښتونخوا د بنو یو اوسېدونکی، اسامه خان، چې نږدې درې اوونۍ وړاندې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی.
د سیمي سرچینې وايي، اسامه خان ،د جون په ۱۵مه، نېټه د ناڅرګنده وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی و. نوموړی د یو حکومتي قراردادي سره د منشي په توګه کار کاوه او د بنو د خواجه مد منډان سیمي اوسېدونکی دی.
راپورونه ښيي چې تښتوونکو د هغه د خوشي کېدو لپاره د یو کروړ روپیو تاوان غوښتنه کړې وه. د پېښې وروسته، د سیمي خلکو او قامي مشرانو پراخ احتجاجونه پېل کړل.
د پخواني ناظم ،ملک خالد ریاض خان، په مشرۍ د احتجاجي تحریک تر څنګ، د منډان قام خلکو هم پرله پسې هلې ځلې او مظاهرې وکړې، څو پر چارواکو او اړوندو خواوو فشار زیات کړي.
ځايي مشران وايي، د دوي د دوامداره اړیکو او جرګو په پایله کې اسامه خان په خوندي توګه خوشی شو او خپل کور ته ورسېد. د هغه د خوشي کېدو څرنګوالی په رسمي ډول نه دی څرګند شوی.
د اسامه خان کورنۍ او د سیمي اوسېدونکو د هغه په بېرته ستنېدو خوښي څرګنده کړې ده. د کورنۍ غړو له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د نوموړي د خوشي کېدو لپاره یې هڅې کړې دي.
په بنو او شاوخوا سیمو کې په وروستیو کلونو کې د تښتونې پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي، چې زیاتره یې د تاوان لپاره وي. ځايي خلک وايي، که څه هم امنیتي حالات تر یوه بریده ښه شوي، خو لا هم داسې پېښې د اندېښنې وړ دي.


صفدر داوړ