د خیبر پښتونخوا د سوات په بابوزو سيمه کې د قامي تړون جرګې د ټېکسونو پر ضد د يوې لويې مشورتي غونډې د رابللو اعلان کړی دی.

 

د جرګې دا پرېکړه ،د جولایۍ په ۷مه، په يوه مهمه غونډه کې وشوه چې مشري يې اقبال حسين بالي کوله. د پرېکړې له مخې به دغه مشورتي غونډه ،د جولایۍ په ۹مه، د ماسپښين په دوه بجې د سيدو شريف په سوات هوټل عقبه کې ترسره شي.

 

د جرګې ګډونوالو وويل چې په دې غونډه کې به د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړي، د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازي، د مدني ټولنې غړي او د سيمي نور مخور مشران ګډون ته رابلل کېږي. د دې لپاره ځانګړې کمېټۍ هم جوړې شوې دي چې له ګډونوالو سره به اړيکې نيسي او هغوي به غونډې ته راوبلي.

 

په غونډه کې دا هم وويل شول چې ملاکنډ ډويژن له وړاندې راهيسي يو ټېکس فري زون دی او د سيمي خلک به د هر ډول نويو ټېکسونو پر ضد خپل غږ پورته کوي. ګډونوالو ټينګار وکړ چې د خپلو حقونو د ساتنې لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او په دې برخه کې به تر وروستي حده هڅې کوي.