د باجوړ پولیس وایي، چې د دې ضلعې د لوي سم په سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو یو کس وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۷مه، د لوي سم په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ناڅرګنده بریدګرو په ،عبدالرزاق، نومي کس ډزې وکړې او هغه یې وواژه، وروسته له بریدګر له سیمي وتښتېدل.
پولیسو ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سیمي ته رسېدلي او د برید په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.
د باجوړ د پولیسو مشر (ډي پي او) خالد خان ویلي دي، چې پولیس د پېښې د ټولو اړخونو څېړنه کوي، د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي او نور شواهد او معلومات هم راټولېږي. د هغه په وینا، د پلټنو له پرمختګ سره به نور جزیات له رسنیو او خلکو سره شریک شي.
بلخوا، د وژل شوي عبدالرزاق د کورنۍ غړو او د سیمي اوسېدونکو د پېښې پر ضد احتجاج وکړ او د باجوړ ـ ناواګۍ مرکزي سړک یې د څو ساعتونو لپاره وتړه، چې له امله یې هر ډول تګ راتګ ودرېد.
احتجاج کوونکو وروسته خپل پرلت پای ته ورساوه او حکومت ته یې درې ورځې مهلت ورکړ. دوي خبرداری ورکړ، که په ټاکلې موده کې بریدګر ونه نیول شي، نو پراخ احتجاجي حرکت به پېل کړي.
د باجوړ څخه د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي ،نثار باز، د عبدالرزاق پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نثار باز ویلي دي، چې دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې دوي له تېرو څو اوونیو راهیسي د شهید مولانا خانزېب د تلین د مراسمو په چمتووالي بوخت وو. د هغه په وینا، اوس یو بل ګوندي ملګری هم د هدفي برید ښکار شوی دی.
مقتول عبدالرزاق د عوامي نېشنل ګوند د باجوړ ضلعي مرستیال صدر ،ډاکټر طارق، ورور دی. د یادونې وړ ده چې ډاکټر طارق د ۲۰۲۵م کال د جولایۍ په ۱۰مه پخپله هم هغه مهال په یو وسله وال برید کې سخت ټپي شوی و چې هغه د مولانا خانزیب سره په یو موټر کې ناست و. په دغه برید کې مولانا خانزیب وژل شوی و.


حسبان الله باجوړې