د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په دوو بېلابېلو سيمو کې ،د جولایۍ په ۷مه، د اورګاډي د ټکر په دوو جلا پېښو کې يو ۲۴ کلن ځوان او يوه ناپېژانده ښځه مړه شوي دي.
د ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د حکيم اباد ارمر کالونۍ په سيمه کې شوې، چې پکې ۲۴ کلن ،محمد سليمان، د کراچۍ اوسېدونکی، د اورګاډي له ټکر وروسته په ځای مړ شوی دی.
د لومړنيو معلوماتو له مخې، نوموړی د اورګاډي د پټلۍ پر سر روان و او په غوږونو کې يې ايربډونه ايښي وو، چې ښیي د اورګاډي غږ يې نه وي اورېدلی. خو چارواکو ويلي، د پېښې دقيق لامل تر څېړنې لاندې دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ريسکيو ۱۱۲۲ طبي ډلې سيمي ته ځان ورساوه او د مړي جسد يې د نوښار ضلعې مرکزي روغتون ته ولېږداوه.
په دويمه پېښه کې، د اکوړه خټک د حقانيه مدرسې ته نږدې يوه ناپېژانده ښځه هم د اورګاډي له ټکر وروسته مړه شوې ده.
د ريسکيو ۱۱۲۲ په وينا، له مړې ښځې سره د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نه وو موندل شوي، او جسد يې د پېژندنې لپاره د نوښار ضلعې مرکزي روغتون کې ساتل شوی دی.
ريسکيو ۱۱۲۲ له خلکو غوښتنه کړې، که د چا د کورنۍ کومه ښځه ورکه وي، نو د معلوماتو لپاره دې زر تر زره د نوښار ضلعې مرکزي روغتون يا ريسکيو ۱۱۲۲ سره اړيکه ونيسي.


خالده نیاز