د صوابۍ د لاهور تحصیل په هنډ سیمه کې د  پشکال د بارانونو له امله د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د ۱۴۴مې مادې د عملي کېدو څارنه شوې ده. د لاهور تحصیل مرستيال کمېشنرې ،انمول انور، د هنډ د سیند غاړې د تفریحي ځای لیدنه وکړه او د خونديتوب له انتظاماتو یې جاج واخیست.

 

انمول انور د لیدنې پر مهال خلکو ته وویل چې د خپل ژوند د خونديتوب لپاره دې د سیند، نهرونو او ژورو اوبو غاړو ته له تګ څخه ډډه وکړي او په خطرناکو سیمو کې دې له لامبو او تفریح څخه ځان وساتي.

 

انمول انور وویل، چې د مون سون په موسم کې د سیندونو او نهرونو د اوبو کچه په ناڅاپي ډول لوړېدی شي، له همدې امله له خلکو غوښتنه کېږي چې ټول احتیاطي تدابیر مراعات کړي او د ضلعي انتظامیې او ژغورنې ادارو لارښوونې په کلکه عملي کړي، څو د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونیول شي.

 

هغې زیاته کړه چې د ۱۴۴مې مادې له مخې د سیندونو او نهرونو پر غاړو د خلکو راټولېدل، ګڼه‌ګوڼه کول او په منع شویو ځایونو کې تفریح کول هم منع دي. د نوموړې په وینا، د دې حکم له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

 

د ضلعي انتظامیې په وینا، دا اقدامات د مون سون بارانونو پر مهال د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره شوي دي. انتظامیې له کورنیو غوښتي چې ماشومان او ځوانان دې د سیندونو او نهرونو له غاړو لرې وساتي او د خطرناکو ځایونو پر ځای دې خوندي سیمو ته ولاړ شي، ځکه د بې‌ احتیاطۍ له امله هر کال د اوبو اړوند پېښې د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.