د بنو د بکاخېلو تحصیل په سیدګي سیمه کې د سي پېک پر سړک یو پل د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړ شوی دی.
د پولیسو په وینا، ناڅرګنده وسله والو ،د جولایۍ په ۷مه، د پل لاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د چاودنې له امله پل ونړېد او پر دغه لار تګ راتګ وځنډېد.
امنیتي ادارو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړې او د لټون او پاکولو عملیات یې پېل کړي دي.
د پل د ویجاړېدو له امله د اوښتو مالي زیانونو او د بیا رغونې د مودې په اړه چارواکو تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.


صفدر داوړ