د خیبر پښتونخوا د بنو د بکاخېل تاڼې اړوند د کسټمز بکاخېل په سيمه کې د کواد کاپټر له لارې د چاودېدونکې مرمۍ د غورځېدو په پېښه کې يو ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بنو پوليس وايي، د جولایۍ په ۷مه، د کواد کاپټر له خوا غورځول شوې چاودېدونکې مرمۍ د چاودنې له امله خاطرالله، د ګل بهادر زوې، په ځای وژل شوی دی.
د پوليسو په وينا، په ټپيانو کې سيف الله د خاطرالله زوې، اصل جان د ګل مرجان زوې، اميرالله د مير اسلم زوې او شاکر شامل دي. ټول ټپيان د درملنې لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بلې خوا د بکاخېل تحصيل مرستيال کمېشنر، سجاد حسين، روغتون ته ورغلی او د ټپيانو پوښتنه يې کړې ده. هغه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات ترلاسه کړي او اړوندو چارواکو ته يې سپارښتنه کړې ده چې ټپيانو ته دې ټولې اړينې طبي اسانتياوې او بېړنۍ مرستې پر وخت برابرې شي.
مرستيال کمېشنر ويلي دي، چې ضلعي انتظامیه د اغېزمنو کورنيو ترڅنګ ولاړه ده او له هغوي سره به د حکومت له لوري هر ډول ممکنه مرسته کېږي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پوليسو او امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې بريد مسئوليت نه دی منلی، او چارواکو هم د بريد د څرنګوالي او بريدګرو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.


صفدر داوړ