د بنو پولیسو ویلي دي، چې د بکاخېل تاڼې پر ودانۍ د ناڅرګنده وسله والو د سنایپر ډزو له امله پولیس کانسټېبل صاحبزاده ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، د جولایۍ په ۶مه، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د بنو ضلعي پولیسو مشر، کېپټن (ر) محمد فرقان بلال، د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته ورغی او د ټپي شوي پولیس سرتېري پوښتنه یې وکړه. نوموړي د روغتون له ډاکټرانو او انتظامیې وغوښتل چې ټپي سرتېري ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي او د درملنې لپاره ټولې شته اسانتیاوې وکاروي.
په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په سویلي ضلعو، په ځانګړي ډول بنو، لکي مروت، شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د بریدونو بڼه تر یوه بریده بدله شوې ده.
امنیتي چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې د کمین، لرې واټن ډزو، چاودېدونکو توکو، هدفي بریدونو او په ځینو پېښو کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو تاکتیکونه لیدل شوي دي. د پاکستان حکومت د دغو ډېرو بریدونو پړه پر هغو وسله والو ډلو اچوي چې له پاکستاني طالبانو سره یې تړاو بولي.
خو شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې د بکاخېل په دې وروستۍ پېښه کې بریدګرو کومه ځانګړې وسله کارولې او یا د دواړو لورو ترمنځ د نښتې پر مهال کوم ډول وسلې کارول شوې دي.
د دې خبر معلومات د پولیسو د رسمي بیان او سیمه ییزو سرچینو پر بنسټ خپرېږي، او د بریدګرو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.


صفدر داوړ