روسي ځواکونو ،د جولایۍ په ۶مه، سهار پر اوکراين د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو (ډرونونو) پراخ بريدونه کړي، چې لږ تر لږه ۲۱ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د اوکراين چارواکي وايي، دغو بريدونو يو ځل بيا وښودله چې د هېواد هوايي دفاع له جدي ننګونو سره مخ ده، په داسې حال کې چې د روسيې د بشپړ يرغل له پېل څخه تر څلورو کلونو زيات وخت تېر شوی دی.
د اوکراين د پلازمېنې کېیف د پوځي ادارې مشر، تيمور تکاچينکو، ويلي چې په پلازمېنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپيان دي. د کېیف د سيمه ييزې ادارې مشر، ميکولا کالاشنيک، ويلي چې د پلازمېنې په شاوخوا سيمو کې شپږ نور کسان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
د اوکراين چارواکي وايي، روسيې چې کوم بالستيک توغندي توغولي وو، ټول خپلو هدفونو ته رسېدلي دي. د دوي په وينا، دا بريدونه يو ځل بيا د امريکا د «پېټرياټ» هوايي دفاعي سيستم او د هغه د توغنديو د لا زياتو زېرمو اړتيا په ډاګه کوي.
تمه ده چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلېنسکي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د اوکراين د هوايي دفاع د پياوړتيا او د نورو دفاعي مرستو غوښتنه بيا تکرار کړي.
روسيې تر اوسه د دغو بريدونو په اړه رسمي دریځ نه دی ښودلی.


شال نیوز