د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په ښار کې د سخت باران او تېزو توپاني بادونو له امله د استاد العلماء، شيخ الاسلام او د حديث او تفسير د نامتو عالم، مرحوم ،مولانا نور محمد شهيد، له خوا د جوړې شوې د نجونو ديني مدرسې د ودانۍ يوه برخه ونړېده.

 

د مدرسې د مسؤلينو په وينا، د جولایۍ په ۶مه، د رامنځته شوې پېښې پر مهال ټولې زده کوونکې، ښوونکي او نور کارکوونکي خوندي پاتې شوي او په پېښه کې هېڅ ځاني زيان نه دی اوښتی.

 

د پېښې وروسته د جمعيت علماء اسلام د کوز سویلي وزیرستان مشرانو، مولانا فضل نور او د ګوند د ډيجيټل ميډيا مشر حضرت عمر وزير، د مدرسې ليدنه وکړه. هغوي له مسؤلينو او ښوونکو سره خواخوږي څرګنده کړه او ويې ويل چې د مدرسې د بيا رغونې لپاره به د خپلې وسې پوري همکاري کوي.

 

د جمعيت علماء اسلام د کوز سویلي وزیرستان مشرانو د سيمي له خلکو، سوداګرو، ديني عالمانو او خيريه کوونکو وغوښتل چې د مدرسې د بيا رغونې لپاره مالي مرسته وکړي، څو د نجونو ديني زده کړې بېرته په منظم ډول دوام ومومي.

 

د مدرسې مسؤلين وايي، د ودانۍ د زيان کچه ارزول کېږي او د بيا رغونې لپاره د مرستو راټولولو هڅې روانې دي.