نن، د جولایۍ په ۶مه، په پېښور او شاوخوا سيمو کې د باران له ورېدو او تېزو بادونو سره د ګرمۍ زور مات شو، خو ورسره د ښار په بېلابېلو سيمو کې د چتونو او دېوالونو د نړېدو پېښې هم رامنځته شوې، چې له امله يې لږ تر لږه اته کسان ټپيان شوي دي.

 

د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د وياند بلال احمد فيضي په وينا، د ناڅاپي طوفاني بادونو او سخت باران له امله د پېښور په فقير کلي، پخه غلام، چغلپوره، شاه عالم پل او يوسف اباد سيمو کې د کورونو د چتونو او دېوالونو د پرېوتو څو پېښې ثبت شوې دي.

 

هغه وويل، چې د ژغورنې ډلو ټپيانو ته پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته يې د امبولانسونو له لارې روغتونونو ته ولېږدول. نوموړي زياته کړه، چې د اغېزمنو سيمو د ملبې لرې کولو او نورو بېړنيو مرستو لپاره د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکي او امدادي ماشینونه لا هم په سيمو کې په کار بوخت دي.

 

بلخوا، د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) د جولایۍ له شپږمې تر اتمې نېټې پورې د صوبې په ډېرو ضلعو کې د باران، تېزو بادونو، تندر او په ځينو سيمو کې د سختو بارانونو خبرداری ورکړی دی.

 

د ادارې د بيان له مخې، په چترال، دير، سوات، شانګله، مانسهره او کوهستان کې د غر ښوويېدو خطر موجود دی، او د غرنيو سيمو په خوړونو کې د اوبو د بهير د زياتېدو امکان هم شته.

 

پي ډي اېم ای همدارنګه خبرداری ورکړی چې په پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، سوات او اېبټ اباد کې د ښاري سېلابونو خطر شته، او تېز بادونه کمزورې ودانۍ، د بجلۍ ستنې، سولر پينلونه او کرنيز فصلونه زيانمنولی شي.

 

ادارې ټولو ضلعي ادارو، ژغورنې ادارو او اړوندو محکمو ته سپارښتنه کړې چې د هر ډول احتمالي بېړني حالت لپاره دې بشپړ چمتووالی ولري او د خبرداري په حالت کې دې پاتې شي.

 

پي ډي اېم ای له ولس او سيلانيانو غوښتي چې د خرابې هوا پر مهال له غير ضروري سفرونو ډډه وکړي او د غرنيو سيمو، خوړونو، سيندونو او د اوبو له بهيرونو څخه لرې پاتې شي.

 

د پي ډي اېم ای د وياند په وينا، د ادارې بېړنی عملياتي مرکز په بشپړ ډول فعال دی او خلک کولی شي د هر ډول بېړني حالت په صورت کې د مرستې لپاره د پي ډي اېم ای له ۱۷۰۰ شمېرې سره اړيکه ونيسي.