د اورکزو ضلعې د فیروز خېل هېډکوارټر چوک کې ،د جولایۍ په ۶مه، ځايي قبایلو او ځوانانو د یو سیمه ییز امن تنظيم پر ضد احتجاج وکړ، او لویه لار یې د هر ډول تګ راتګ دپاره وتړله.
د احتجاج ګډونوالو وویل، چې یوه ورځ وړاندې د امن په نوم جوړې شوې ډلې غړو یو موټر ودرول او یو ناروغ ماشوم یې روغتون ته له لېږدولو منع کړ، چې ،د دوي په وینا، دا یو غیر انساني عمل و. هغوي دا هم دعوه وکړه چې په موټر کې سپرو دوو کسانو تشدد هم شوی دی.
مظاهره چیانو غوښتنه وکړه چې د امن په نوم جوړې شوې ټولې ناقانونه ډلې دې زر تر زره ختمې کړل شي او د پېښې له مسؤلو کسانو سره دې قانوني چلند وشي.
بلخوا، د یاد تنظيم ویاند ویلي دي، چې دوي په سیمه کې د ناامنۍ پیښو د مخنوی لپاره اقدامات کوي.


شال نیوز