د سوات د مټې تحصیل د شکردرې په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند ځایي مشر ،ممتاز علي خان، په کور د ناڅرګنده وسله والو لخوا د ډزو له یوې پېښې وروستو اته ټپیان د سېدو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات د معلوماتو له مخې، د جولایۍ يه ۵مه، د پېښې له راپور ترلاسه کېدو سره سم د ادارې امبولانسونه او طبي ډلې سیمي ته ورسېدې او ټولټال یې ۸ ټپیانو ته لومړنۍ طبي مرستې برابرې کړې. په دغو ټپیانو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ درې کارکوونکي او پنځه ولسي وګړي شامل دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ سوات په وینا، د ادارې کارکوونکی امجد علي په سر په ګولۍ لګېدو له امله سخت ټپي شوی، په داسې حال کې چې عارف حیات او حضرت سلام برسېرن ټپیان شوي دي. د نورو ټپیانو په ډله کې عمران باچا، ابرارالله، نعمت علي، عماد خان او فیصل شامل دي.
ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې ټولو ټپیانو ته د اړتیا وړ لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او هغه کسان ،چې نورو درملنو ته یې اړتیا لرله، په خوندي ډول د سیدو مرکزي روغتون ته ولېږدول شول.
د یادونې وړ ده چې د مټې په شکردرې سیمه کې د ممتاز علي خان په کور ناڅرګنده وسله والو برید کړی و چې پکې د نوموړي کشر ورور او دوه وریرونه او دوه لارويان ټپیان شول.
د پېښې نه پس د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس د طبي مرستې لپاره روان و چې د وسله والو د برید ښکار کېدو په نتیجه کې یې ۳ کارکوونکي هم ټپیان شول.
د پولیسو په وینا، د برید کوونکو د نیولو لپاره پلټنې او عملیات روان دي، خو تر دې دمه د کوم کس د نیولو راپور ندی ورکړل شوی او نه هم کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.


شال نیوز