د باجوړ د خار تحصیل د چنګازو په سیمه کې ،د جولایۍ په ۵مه، د بلال خان د کور دروازې مخې ته د ریموټ کنټرول له لارې اېښودل شوي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د کور دروازه زیانمنه شوې ده.
د ځايي سرچینو په وینا، د چاودنې پر مهال بلال خان په کور کې نه و او دا مهال په پېښور کې دی. په دې پېښه کې د هېچا د وژل کېدو یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي. د چارواکو په وینا، د چاودنې د ټولو اړخونو څېړنه روانه ده او د پېښې د مسؤلو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې دوام لري.


حسبان الله باجوړې