د بر سوات د شکردرې په سیمه کې د ریسکیو ۱۱۲۲ پر امبولانس ناڅرګنده وسله والو ډزې کړې دي، چې له امله یې د بېړنیو طبي خدمتونو کارکوونکی امجد علي ټپي شوی دی.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د ویاند په وینا، امبولانس ،د جولایۍ په ۵مه، د ډزو له امله د ټپي کېدو د یوې پېښې د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته د مرستې لپاره روان و، خو د پېښې ځای ته له رسېدو مخکې پرې ډزې وشوې.
ریسکیو ډلې خپل ټپي همکار ته پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د لا نورو درملنو لپاره د مټې تحصیل هېډکوارټر روغتون ته ولېږداوه.
د پېښې په اړه پولیسو ته خبر ورکړل شوی او د برید د عاملینو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.


عصمت علي اخون