د مردان پولیس وايي، د خولې له شخړې وروسته دوو ځوانانو خپل ۱۷ کلن ملګری وژلی او له سیمي تښتېدلي دي.

 

د پولیسو په وینا، وژل شوی ،حارث، نومي ځوان له خپلو ملګرو حبیب او عبدالرحمن سره د مزدورۍ لپاره له کوره وتلی و. پولیس وايي، د جولایۍ په ۵مه، د شخړې له رامنځته کېدو وروسته هغه په یوه کرونده کې وژل شوی دی.

 

پولیسو د حارث مړی موندلی او د قانوني طبي معاینې لپاره یې د کاټلنګ ټایپ ډي روغتون ته لېږدولی دی. د مقتول د پلار، ارشد نواب، په مدعیت د حبیب او عبدالرحمن پر ضد د قتل مقدمه درج شوې ده.

 

پولیس وايي، دواړه شکمن له پېښې وروسته تښتېدلي او د هغوي د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.