د مردان ضلعې د تخت بایي یو سوداګر، ملک احد خان هوتي، دعوه کړې ده، چې د ملکیت پر سر د لانجې له امله ورته او د هغه د کورنۍ غړو ته د مرګ ګواښونه کېږي او له حکومتي ادارو یې غوښتي چې د دوي غوښتنې ته زر پام وکړي، قضیه ثبت او د کورنۍ امنیت یقیني کړي.
ملک احد خان ،د جولایۍ په ۵مه، د تخت بایي پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په ۲۰۱۲م او ۲۰۱۴م کلونو کې یې له نوابزاده تیمور خان څخه کرنیزه ځمکه، یو استوګنیز کور او د مردان د خواجه ګنج په سیمه کې ځیني مارکیټونه اخیستي وو او د ده په وینا، د دغو ملکیتونو ټولې مالي او قانوني چارې هغه مهال بشپړې شوې وې.
هغه وویل، کله چې نږدې ۱۳ کاله وروسته خپل اخیستل شوي کور ته کډه شو، نو د جولایۍ په څلورمه، ۲۰۲۶، نوابزاده تیمور خان د مردان د چورې پولیسو کې د هغه پر ضد ایف ایي ار ثبت کړه او دعوه یې وکړه چې ګواکې پر کور یې غیرقانوني قبضه کړې ده. خو ملک احد خان وایي، هغه په قانوني توګه د اخیستل شوي ملکیت مالک دی او په خپل کور کې اوسېږي.
ملک احد خان دا دعوه هم وکړه چې نوابزاده تیمور خان او د هغه زوې نوابزاده سکندر خان پرې فشار راوړي، څو د خواجه ګنج له مارکیټونو لاس واخلي، او د هغه په خبره، ورته ویل شوي دي چې که یې دا کار ونه کړ، نو دی او زامن به یې ووژل شي.
هغه وویل، چې د دغو دعوه شویو ګواښونو له امله یې ټوله کورنۍ په ویره کې ژوند کوي.
ملک احد خان له د پاکستان له وزیراعظم، د پوځ له مشر، د سترې محکمې له مشر قاضي، د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر، د صوبې د پولیسو له مشر او د مردان د پولیسو له مشر څخه وغوښتل چې د ده غوښتنې ته پام وکړي، د هغه په شکایت دې قضیه ثبت، شفافې پلټنې دې وشي او د ده او کورنۍ امنیت دې یقیني شي.
هغه دا هم وویل، که ده یا د کورنۍ کوم غړي ته هر ډول ځاني یا مالي زیان ورسېږي، نو مسؤلیت به یې پر نوابزاده تیمور خان او نوابزاده سکندر خان وي.
د دې خبر ټولې ادعاوې د ملک احد خان د خبري غونډې پر بنسټ دي. تر اوسه د نوابزاده تیمور خان یا د پولیسو دریځ نه دی ترلاسه شوی. که مقابل لوري غواړي خپل غبرګون روښانه کړی نو شال نیوز به منندویه وي او خبر به ورسره تازه شي.


پامیر جان