د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا د امیر ،عنایت الله خان، په غوښتنه ،د جولایۍ په ۵مه، د مالاکنډ ډویژن په بېلابېلو سیمو کې د ټیکسونو د نافذېدو پر ضد احتجاجونه وشول. په همدې لړ کې په بر دیر کې هم د جماعت اسلامي تر سیوري لاندې پراخ احتجاجي لاریون او غونډه ترسره شوه، چې پکې د ګوند غړو، پلویانو او د سیمي اوسېدونکو ګډون کړی و.

 

د احتجاج پر مهال ویناوالو وویل، چې د مالاکنډ ډویژن خلک له تېرو څو لسیزو راهیسي د ناامنۍ، پوځي عملیاتو، بې ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو له امله سخت زیانمن شوي دي.

 

 

په ملاکنډ ډویژن کې د ټیکسونو پرضد په بر دیر کې د جماعت اسلامي لخوا اعلان شوی احتجاج

 

 

د دوي په وینا، په داسې حال کې ،چې د سیمي ډېر اوسېدونکي لا هم د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د نويو ټیکسونو نافذول پر خلکو یو بل دروند مالي بار دی.

 

ویناوالو له حکومته وغوښتل چې تر هغو پورې دې په مالاکنډ ډویژن کې د هر ډول ټیکسونو له نافذولو ډډه وکړي، څو چې په سیمه کې بشپړ او تلپاتې امن نه وي ټینګ شوی او خلکو ته د باعزته روزګار مناسب فرصتونه نه وي برابر شوي.

 

دوي وویل، چې حکومت باید د سیمي د خلکو غوښتنو او ځانګړو شرایطو ته درناوی وکړي او د ټیکسونو د نافذولو پرېکړه سمدستي بېرته واخلي. د هغوي په وینا، که حکومت خپله پرېکړه بدله نه کړي، نو د احتجاجونو لړۍ به نوره هم پراخه او سخته شي.

 

د یادونې ده چې د جولایۍ له لومړۍ نېټې راهیسي په مالاکنډ ډویژن کې د مالیاتو د نافذېدو موضوع د سیاسي ګوندونو، سوداګرو او ولسي تنظیمونو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

 

بېلابېلو سیاسي او ولسي ډلو د دغې پرېکړې پر ضد احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتي چې د سیمي ځانګړی قانوني او اقتصادي وضعیت په پام کې ونیسي.