د خیبر پښتونخوا ګورنر، فیصل کریم کونډي، د جولایۍ ۵مه، د پاکستان د جمهوري تاریخ تر ټولو توره ورځ بللې او ویلي یې دي چې په همدې ورځ د یوه منتخب حکومت په نسکورولو سره اساسي قانون، جمهوریت او د ولس رایه تر پښو لاندې شوې وه.

 

هغه په یوه بیان کې وویل، چې هر کال د جولایۍ ۵مه د «تورې ورځې» په توګه نمانځل کېږي، څو دا ژمنه تازه شي چې په پاکستان کې به د اساسي قانون واکمني، جمهوري ارزښتونه او د ولس د واک حق خوندي ساتل کېږي.

 

فیصل کریم کنډي وویل، چې د پاکستان پخواني وزیراعظم ،ذوالفقار علي بوټو، هېواد ته متفقه اساسي قانون، پیاوړې بهرنۍ تګلاره او د ولسي حقونو شعور ورکړ، خو د هغه په وینا، پوځي واکمنۍ د هېواد جمهوري پرمختګ ته سخت زیانونه ورسول.

 

هغه زیاته کړه چې د پاکستان پیپلز ګوند په هر دور کې د پوځي واکمنیو پر ضد مبارزه کړې او د جمهوریت د بیا ټینګښت لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې دي.

 

ګورنر د پخوانۍ وزیراعظمې ،بېنظیر بوټو، د وژل کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د هغې تر وژنې وروسته ولسمشر اصف علي زرداري د «پاکستان کھپی» شعار پورته کړ، او د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري اوس هم د اساسي قانون د واکمنۍ، جمهوري ثبات او د ولس د هوساینې لپاره خپلې سیاسي هلې ځلې روانې ساتلې دي.

 

فیصل کریم کنډي وویل، چې د جولایۍ پنځمه دا درس ورکوي چې د اساسي قانون، پارلمان او د ولس د رایې درناوی د پاکستان د روښانه او باثباته راتلونکي یوازینۍ لار ده.

 

هغه ټینګار وکړ چې د ذوالفقار علي بوټو، بېنظیر بوټو او د جمهوریت لپاره د قربانۍ ورکونکو ټولو کسانو قربانۍ به ولس هېڅکله هېرې نه کړي.

 

ګورنر وویل، چې د پاکستان پیپلز ګوند به د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د اساسي قانون د سربلندۍ، د جمهوریت د پیاوړتیا او د ولس د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو مبارزه روانه ساتي.