د بر دیر د قامي اسمبلۍ پخواني غړي صاحبزاده طارق ‌الله ویلي دي، چې وفاقي حکومت د جولایۍ له لومړۍ نېټې راهیسي په ملاکنډ ډویژن کې د ټکسونو نافذولو پرېکړه کړې ده، چې د سیمي خلک یې نه مني.

 

هغه ،د جولایۍ په ۴مه، په بر دیر کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پخوا په ملاکنډ ډویژن کې هیڅ ډول ټکسونه نه اخیستل کېدل، خو اوس وفاقي حکومت په ټوله سیمه کې د ټکسونو د عملي کولو پرېکړه کړې ده.

 

صاحبزاده طارق‌ الله وویل، چې د ملاکنډ ډویژن ولس د دغو ټکسونو ورکولو ته چمتو نه دی او دا پرېکړه ناروا بولي. د هغه په وینا، د ټکسونو پر ضد به ،د جولایۍ په ۵مه، د ملاکنډ ډویژن په ټولو ضلعو کې احتجاجي لاریونونه ترسره شي، چې دوي به هم پکې ګډون وکړي.

 

هغه زیاته کړه، چې په بر دیر کې به هم یو لوي احتجاجي لاریون وشي او له وفاقي حکومته یې وغوښتل چې د ټکسونو د نافذولو پرېکړه دې سمدستي بېرته واخلي.

 

تر اوسه وفاقي حکومت د صاحبزاده طارق‌الله د دغو څرګندونو او د احتجاجونو د اعلان په اړه څه نه دي ویلي.