د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې د مناتو او شاوخوا سیمو سلګونه بې‌ ځایه شوې کورنۍ وایي، سره له دې چې د دوي د مالي مرستو لپاره د بایومیټرک او نورو رسمي تصدیقي پړاوونو بشپړ بهیر څو میاشتې مخکې پای ته رسېدلی دی، خو تر اوسه یې د حکومت له لوري اعلان شوې مالي مرستې نه دي ترلاسه کړې.

 

اغېزمنو کورنیو د جولایۍ په ۴مه وویل، چې د لندوکي، لیل ګډه، خومرې، کامران، ناري روغ، ووټ، ورسته مېله، پیرکوټ، ظریف خان کلي او ګواکې سیمو اوسېدونکي د امنیتي وضعیت له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو، خو د بې‌ ځایه کېدو له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د مرستو په تمه دي.

 

ځايي خلک وایي، حکومت د شفافیت او درغلیو د مخنیوي لپاره د ټولو مستحقو کسانو بایومیټرک تصدیق بشپړ کړی و او دوي ته هیله پیدا شوې وه چې مرستې به زر ورکړل شي، خو د دوي په خبره، له هغه راهیسي هېڅ عملي پرمختګ نه دی شوی او اړوند ادارو د ځنډ په اړه هم روښانه دریځ نه دی وړاندې کړی.

 

اغېزمنې کورنۍ وایي، د مرستو نه رسېدل یوازې انتظامي ستونزه نه ده، بلکې د دوي اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې نور هم خراب کړی دی. د دوي په خبره، ډېرو کورنیو د بې‌ ځایه کېدو پر مهال خپل کورونه، شتمنۍ او د عاید سرچیني له لاسه ورکړې دي، او اوس د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپلوانو او سیمي د خلکو پر مرستو تکیه کوي.

 

د مناتو یو بې‌ ځایه شوی اوسېدونکی وایي، اوس د ورځې دوه وخته ډوډۍ برابرول هم ورته ستونزمن شوي دي او ګڼې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د خوړو، درملنې او نورو لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

 

اغېزمنو کورنیو له ضلعي انتظامیې او اړوندو حکومتي ادارو غوښتي، چې د تصدیق شویو مستحقو کسانو مالي مرستې دې نور له ځنډ پرته خوشې کړي او د ځنډ لامل دې هم په ډاګه کړي.

 

د مناتو او شاوخوا سیمو بې‌ ځایه شویو کورنیو خبرداری ورکړی دی، چې که په راتلونکو څو ورځو کې یې غوښتنو ته پام ونه شي، نو پراخ احتجاجونه به پېل کړي. دوي وایي، که وضعیت ترینګلی کېږي، مسؤلیت به یې د هغو ادارو پر غاړه وي چې د تصدیق شوېو معلوماتو له موجودیت باوجود یې تر اوسه د مرستو د ورکړې عملي ګام نه دی پورته کړی.

 

راپور | غزني ګل