د مردان د تخت‌ بایي تحصيل هيډکوارټر روغتون ډاکټرانو، پيراميډيکل ملازمینو او نورو ملازمينو د روغتون د اوټ سورسنګ په اړه د خيبر پښتونخوا د حکومت پرېکړه رد کړې او پرې يې سختې نيوکې کړې دي.

 

د جولایۍ په ۴مه، د روغتون د ملازمینو په غونډه کې د ډاکټرانو، پيراميډيکل سټاف او څلورمې درجې ملازمينو په ګډون د ګرېنډ هېلت الائنس په نوم يوه ګډه اتحاديه هم جوړه شوه.

 

په دې اتحاديه کې ډاکټر امير باچا د چيئرمين، افسر خان د صدر، ډاکټر سيد قاسم شاه او ډاکټر سراج الاسلام د سينير مرستيالانو، سليم خان د جنرل سيکرټر، نصير خان د ډپټي جنرل سيکرټر، محمد اسحاق د مطبوعاتو د مسوول، ډاکټر جمشېد خان د مالي چارو د مسوول او ډاکټر فوزيه د ښځو څانګې د مشرې په توګه وټاکل شول.

 

د غونډې ګډونوالو وويل، چې د روغتونونو د اوټ سورسنګ پرېکړه د حکومت د کمزورۍ او اداري ناکامۍ څرګندونه ده. د هغوي په وينا، دا پرېکړه به د روغتيايي خدمتونو او د ملازمینو پر حقونو منفي اغېز وکړي.

 

ګرېنډ هېلت الائنس اعلان وکړ چې د دې پرېکړې پر ضد به ډېر زر په ضلعه او د خيبر پښتونخوا په نورو روغتونونو کې هم خپله تنظيمي شبکه پراخه کړي.

 

د اتحاديې مشرانو وويل، چې خلکو ته به د اوټ سورسنګ د ممکنه اغېزو په اړه معلومات ورکوي او د روغتون د ملازمینو د قانوني او اييني حقونو د خونديتوب لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.