حبیب الرحمان حکمتیار، چې د ګلبدین حکمتیار زوې دی او دا مهال په اسلاماباد کې اوسیږي، ویلي دي چې د طالبانو د ګواښونو له امله اوس مهال کابل ته د ستنېدو جرئت نه لري.
هغه ،د جولایۍ په ۴مه، په خپلو څرګندونو کې دعوه کړې، چې د طالبانو پر حکومت د پرله پسې نیوکو له امله، که کابل ته ولاړ شي، ژوند به یې له خطر سره مخ شي.
حبیب الرحمان حکمتیار ،همداراز، دعوه کړې ده چې حزب اسلامي اوس هم په افغانستان کې پراخ نفوذ لري او ویلي یې دي: «همدا اوس په ټول افغانستان کې د حزب اسلامي نفوذ له طالبانو ډېر دی.»
هغه د خپل تخلص له امله د تبعیضي چلند شکایت هم کړی او ویلي یې دي، کله چې په پېښور کې و، د افغانستان له قونسلګرۍ څخه یې د پاسپورټ د ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو په وینا یې، پاسپورټ ورنه کړل شو.
د هغه په خبره، وروسته چې کابل ته ولاړ، د برېښنايي پاسپورټ په اداره کې هم د خپل تخلص له امله له ناسم چلند سره مخ شو. حبیب الرحمان حکمتیار ویلي دي، چې د نورو سیاسي مشرانو د زامنو په څېر ورته کوم ځانګړی پروتوکول نه ورکول کېده، بلکې له ناسم چلند سره مخ و.
بلخوا، پر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د کورنیو جګړو، په ځانګړي ډول د کابل د تنظيمي جګړو پر مهال، د زرګونو ملکي وګړو د وژل کېدو تورونه لګېدلي دي. ځینو نړیوالو خبریالانو هغه د «کابل قصاب» هم بللی، خو ګلبدین حکمتیار تل دا تورونه رد کړي او ځان پکې بې ګناه بولي.
یادونه: د حبیب الرحمان حکمتیار د طالبانو د ګواښونو او د حزب اسلامي د نفوذ په اړه څرګندونې د هغه شخصي ادعاوې دي او تر اوسه د طالبانو له لوري پرې رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.


شال نیوز