د کوټې ـ پېښور پر لویه لار د شیراني ضلعې د دانه سر په خونړۍ بس پېښه کې د ۴۰ کسانو له مړینې وروسته، د عوامي نشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صدر، میا افتخار حسین، د بلوچستان د لویو لارو د خراب وضعیت او د حکومتونو پر بې‌ غورۍ سختې نیوکې کړې دي.

 

میا افتخار حسین ،د جولایۍ په ۴مه، په خپل بیان کې ویلي دي، چې په دې پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره ځان په غم کې شریک بولي او د ټپیانو د زر رغېدو دعا کوي. د هغه په وینا، د بلوچستان ډېرې لویې لارې له کلونو راهیسي تنګې، زړې او له خطرونو ډکې دي، خو د خلکو د خوندي تګ راتګ لپاره لا هم اړین ګامونه نه دي پورته شوي.

 

هغه وویل، دا یوازې د یو بس پېښه نه ده، بلکې د هغو زرګونو کورنیو د درد یوه بېلګه ده چې هر کال د بلوچستان پر خطرناکو سړکونو خپل عزیزان له لاسه ورکوي. نوموړي زیاته کړه، چې د کوټې ـ پېښور لویه لار د هېواد له مهمو بین‌ الصوبایي لارو څخه ده او د دې خوندي کول د وفاقي او صوبایي حکومتونو ګډ مسوولیت دی، خو تر اوسه ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

 

د بلوچستان د لویو لارو خراب وضعیت له اوږدې مودې راهیسي د اندېښنې وړ موضوع بلل کېږي. د کوټې ـ کراچۍ او کوټې ـ پېښور لویې لارې د هېواد له هغو سړکونو څخه دي چې هر کال پرې ګڼې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي. د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د تېرو لسو کلونو په موده کې د بلوچستان په ترافیکي پېښو کې له څلور زرو څخه ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

 

د جولایۍ د ۳مې په دې تازه پېښه کې، د کوټې څخه پېښور ته روان مسافر وړونکی بس د دانه سر په غرنۍ سیمه کې له سړکه واوښت او ژورې کندې ته ولوېدل. چارواکي وایي، په پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

 

شنونکي وایي، د بلوچستان په غرنۍ سیمو کې تنګې او زړې لارې، د سړکونو خراب حالت، د ترافیکي قوانینو کمزوری عملي کېدل، د موټرو تخنیکي نیمګړتیاوې او بې‌ احتیاطه موټرچلونه د دغو مرګونو پېښو مهم لاملونه دي. د پرله‌ پسې خونړیو پېښو له امله یو ځل بیا د لویو لارو د پراخولو، خوندي کولو او د ترافیکي نظام د اصلاح غوښتنې راپورته شوې دي.