د بر سوات ډوېلپمنټ اتهارټۍ او ضلعي انتظاميې د سيلانيانو د ځان او مال د خونديتوب لپاره په ګډو عملياتو کې د مهوډنډ، سيف الله ډنډ، چشمه شفا، ابشار، پالوګه او اوشو ځنګل په ګډون په بېلابېلو سيلګرو سيمو کې فعال زپ لاينونه وپلټل.

 

د بر سوات ډوېلپمنټ اتهارټۍ وياند ،سعيدالرحمان، وويل چې ،د جولایۍ په ۴مه، شوې د پلټنو پر مهال يو شمېر زپ لاينونه له اين او سي، قانوني اجازې او اړينو حفاظتي معيارونو پرته فعال وموندل شول، چې د سيلانيانو د خونديتوب په موخه سمدستي وتړل شول.

 

د هغه په وينا، د زپ لاينونو چلوونکو ته لارښوونه شوې، چې تر هغو به خپل فعاليتونه بېرته نه پېلوي، څو ټول قانوني شرطونه، تخنيکي معيارونه او د خونديتوب اړين تدبيرونه بشپړ نه کړي.

 

چارواکي وايي، د سيلانيانو د خونديتوب لپاره به د ناقانونه او غيرمحفوظو سيلګریزو فعاليتونو پر ضد بې له توپيره عمليات دوام ولري او د قانون له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلند کېږي.