د سختو بارانونو له امله د شمالي او سویلي وزيرستان ځينو سيمو ته د بجلۍ رسونه له پرون ،د جولایۍ د ۳مې، راهيسي بنده ده.

 

د واپډا سرچينو ترمخه، د بارانونو پر مهال د بجلۍ د لېږد د مرکزي کرښې يو غټه ستن راغورځېدلې، چې له امله يې په اغېزمنو سيمو کې بجلي پرې شوې ده.

 

سرچيني وايي، د راغورځېدلې ستنې پر ځای نوې ستنه په بېړني ډول سيمي ته لېږدول کېږي او تمه ده چې تر سبا پورې به ورسېږي. له هغې وروسته به د نصبولو کار سمدستي پېل شي.

 

د واپډا په وينا، که موسم ښه پاتې شو او د ترميم چارې پر وخت بشپړې شوې، نو امکان شته چې د سبا تر پايه به اغېزمنو سيمو ته د برېښنا رسونه بېرته بحاله شي.