د خيبر د تيراه په سپاه سيمه کې د ‘هيلپنګ هينډ اېنډ ويلفېئر ارګنائزېشن’ په مالي مرسته يو بل لاسي د اوبو پمپ ولګول شو، چې د سيمي اوسېدونکي به ترې د څښاک د پاکو اوبو ګټه اخلي.

 

د جولایۍ په ۳مه، د پمپ د پرانيستې پر مهال قامي مشرانو کتاب خان، حاجي عاشق، واک خان، علي مان شاه، سيد لال او نورو د يادې ادارې د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په هغو سيمو کې ،چې د پاکو اوبو اسانتياوې محدودې دي، د دې ډول پروژو عملي کېدل د خلکو يوه مهمه اړتيا پوره کوي.

 

د هيلپنګ هينډ ویاند او د خدمت خلق ويلفېئر سوسايټۍ مشر تراب علي وويل، چې د مرستندويانو په مالي مرسته يې د تيراه د سپاه سيمي په سپين درند، درې وانډۍ، کنډاو جماعت او يوه بله سيمه کې څلور لاسي د اوبو پمپونه لګولي دي. د هغه په وينا، دغو پمپونو د سيمي خلکو ته د پاکو اوبو ترلاسه کول اسانه کړي دي.

 

تراب علي زياته کړه، هيلپنګ هينډ اېنډ ويلفېئر ارګنائزېشن د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بشري خدمتونو پروژې پر مخ وړي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د تيراه د سپاه سيمي د ټولنيزو ښوونځيو زده کوونکو ته هم د زده کړو اسانتياوې برابرې کړي. د هغه په وينا، په سيمه کې به د اړتيا له مخې نور لاسي د اوبو پمپونه هم ولګول شي.

 

په همدې مراسمو کې د اېجوکېشن اېنډ ويلفېئر فاونډېشن مشر ډاکټر حيدر وويل، چې د تيراه د سپاه سيمي خلک لا هم د روغتيا، تعليم، پاکو اوبو، پخو سړکونو، د ويالو د بيارغونې او ګرېوېټۍ سکيمونو د نیشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

هغه پر حکومتي او غيرسرکاري ادارو ،منتخب استازو، خيريه شخصيتونو او ټولنيزو سازمانونو غږ وکړ چې د دغو سيمو د ستونزو په هواري کې خپل رول ولوبوي. نوموړي د خدمت خلق ويلفېئر سوسايټۍ او هيلپنګ هينډ اېنډ ويلفېئر ارګنائزېشن له لوري د پاکو اوبو د برابرولو هڅې هم وستايلې.