د جماعت اسلامي د لنډي کوتل امير ،مراد حسين اپريدي، ويلي دي، چې لنډي کوتل د اوبو، برېښنا، روغتيا، تعليم او زېربناوو له جدي ستونزو سره مخ دی، خو ،د ده په وينا، د خيبر پښتونخوا په روان پرمختيايي پروګرام کې دې سيمي ته لازم پام نه دی شوی.
مراد حسين اپريدي د خپلو ملګرو حاجي ګل شينواري، معروف اپريدي، وقاص شينواري او شريف الله سره يو ځای ،د جولایۍ په ۳مه، د خيبر ضلعې د خبريالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وويل، چې د صوبايي حکومت په پرمختيايي پلانونو کې د لنډي کوتل لپاره کومه مهمه پروژه نه ده شامله شوې او منتخب استازي هم د خپلې حلقې د حقونو د ترلاسه کولو لپاره اغېزناک رول نه ادا کوي.
هغه دعوه وکړه چې ځيني منتخب استازي د ولسي ستونزو د حل پر ځای د يو داسې غير منتخب شخص ملاتړ او سپارښتنو ته اړ دي چې نه کومه قانوني دنده لري او نه هم ولسي واک، خو د اعلا وزير د ورور په توګه پرې نفوذ لري.
مراد حسين اپريدي وويل، چې د لنډي کوتل روغتون ته د “اې” کټګورۍ درجه ورکړل شوې، خو ،د ده په خبره، لا هم هلته ماهر ډاکټران، اړين طبي وسايل او د درملنې اسانتياوې نه شته. نوموړي زياته کړه چې حکومت نورو سيمو ته د طبي او نرسنګ کالجونو منظوري ورکړې، خو لنډي کوتل له دې پروژو بې برخې پاتې شوی دی.
هغه وويل، چې په دولتي لومړنيو ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت له امله د زده کوونکو تعليم اغېزمن شوی او له حکومت يې وغوښتل چې د قبایلي ضلعو د ښوونکو تشې دندې زر تر زره ډکې کړي.
د جماعت اسلامي ځايي مشر د بجلۍ اوږده لوډشيډنګ هم سخت وغانده او ويې ويل چې د ورځې د شپږ ساعتونو بجلۍ د ورکړې حکومتي ژمنه هم نه ده عملي شوې. هغه وويل، د جولایۍ په ۵مه به د دې موضوع په اړه غونډه کېږي او د احتمالي احتجاجي خوځښت په اړه به پرېکړه وشي.
مراد حسين اپريدي د پاکستان ـ افغانستان پر لويه لاره د يوه مهم پل نه جوړېدل هم د حکومت غفلت وباله او ويې ويل چې د لږ باران وروسته هم لاره د ساعتونو لپاره تړل کېږي او زرګونه مسافر، ناروغان، زده کوونکي او سوداګر له ستونزو سره مخامخ کېږي. هغه له ملي لارو ادارې وغوښتل چې د پل د جوړولو چارې زر بشپړې کړي.
هغه د قبایلي ضلعو لپاره د نويو ټیکسونو مخالفت هم وکړ او ويې ويل چې حکومت بايد تر هر څه وړاندې د پنځه ويشتم اساسي قانوني ترمیم پر مهال شوې ژمنې عملي او خلکو ته بنیادی اسانتياوې برابرې کړي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که پر قبایلي ولس نور ټیکسونه ولګول شي، جماعت اسلامي به یې د ولسي، قانوني او جمهوري مبارزې له لارې مخالفت وکړي.
د خيبر پښتونخوا حکومت او نورو اړوندو ادارو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.


امان علي شینواری