د خیبر ضلعې هغو ځايي امیدوارانو ،چې د پولیو د (سي او ایم نیټ) پروګرام د کارکوونکو د ګومارنې لپاره مرکې ورکړې دي، د خیبر پښتونخوا له حکومت، د روغتیا له محکمې، یونیسف او نورو اړوندو ادارو غوښتي، چې د مرکو پایلې دې زر اعلان او د ګومارنې بهیر دې نور له ځنډ پرته بشپړ کړي.

 

امیدوارانو ،د جولایۍ په ۳مه، ویلي، چې زیډ ایم کی، (ضیا محمود کیاني) په نوم یوې غیردولتي ادارې د روان کال د مې په ۱۷مه د شاوخوا ۷۰۰ سي او ایم نیټ کارکوونکو لپاره مرکې کړې وې، خو د ۴۵ ورځو له تېرېدو سره سره یې لا هم پایلې نه دي اعلان کړې.

 

د هغوي په وینا، د پایلو په اعلان کې ځنډ سلګونه امیدواران له بې‌ کارۍ، ذهني فشار، اقتصادي ستونزو او ناڅرګند حالت سره مخ کړي دي. دوي وایي، تر اوسه ورته د ځنډ په اړه هم کوم څرګند دلیل نه دی ورکړل شوی.

 

امیدواران زیاتوي، که د ګومارنې بهیر نور هم وځنډېږي، دا به نه یوازې له امیدوارانو سره بې‌ انصافي وي، بلکې د پولیو پر راتلونکو واکسیني کمپاینونو هم منفي اغېز کولی شي.

 

د هغوي په خبره، د نوي کارکوونکو ناوخته ګومارنه ښیي په ځینو سیمو کې د واکسین پر وړاندې د خلکو مقاومت زیات کړي او د پولیو د له منځه وړلو لپاره روانو هڅو ته زیان ورسوي.

 

دوي د خیبر پښتونخوا له حکومت، د روغتیا له محکمې، یونیسف او نورو اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د مرکو پایلې دې سمدستي اعلان او د ګومارنې ټول بهیر دې زر تر زره بشپړ کړي، څو د پولیو ضد پروګرام په اغېزمن ډول خپل کار ته دوام ورکړي.