د پېښور په سعید اباد سیمه کې د چاودنې له امله یوه ماشومه وژل شوې او د یوې بلې ماشومې په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.

 

د فقیر اباد د پولیسو مشر ویلي، چې نن ،د جولایۍ په ۲مه، د رامنځته شوې پېښې له ځایه د لاسي بم (هېنډ ګرنیډ) یو کلپ ترلاسه شوی دی.

 

هغه زیاته کړه، چې پولیس پلټنې کوي ترڅو معلومه کړي چې لاسي بم ماشومانو ته څنګه رسېدلی او د چاودنې اصلي لامل څه و.

 

د پولیسو په وینا د لومړنیو پلټنو له مخې داسې ښکاري چې ماشومانو له لاسي بم سره لوبې کولې چې له امله یې چاودنه رامنځته شوه.