د واپډا هايډرو الېکټرک سنټرل ليبر یونین د بنو سرکل په بلنه سلګونو واپډا ملازمینو ،د جولایۍ په ۲مه، د واپډا کالونۍ څخه تر سلامي چوک پورې احتجاجي لاريون وکړ او د ملازمینو د امنيت او پر کالونۍ د بريد کوونکو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

 

مظاهره کوونکو په لاسونو کې بينرونه او پلېکارډونه نيولي وو او د سرکاري ودانيو او ملازمینو د ساتنې په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

 

احتجاج ته د بنو سرکل چيئرمين سجاد علي شاه، جنرل سېکرټري اسرار خان، ډويژنل چيئرمين عبدالعلي خان، زاهدالله خان او نورو ويناوې وکړې.

 

د اتحادیې مشرانو وويل، چې د واپډا کالونۍ دننه د ملازمینو پر کورونو د بريد، د سرکاري او شخصي شتمنۍ د زيانمنېدو، د موټرو د ماتولو او د امنيتي ساتونکو او د هغوي د کورنيو د ځورولو پېښې د اندېښنې وړ دي.

 

دوی دا دعوه هم وکړه چې د شپې پر مهال پر کالونۍ او جوماتونو د بريدونو له امله ښځې، ماشومان او سپين ږيري له سختې وېرې سره مخ شوي دي.

 

د احتجاج مشرانو دا هم دعوه وکړه چې په بريدونو کې د خیبر پښتونخوا د چيف سېکرټر سيد شهاب علي شاه د پلرني کلي ځيني اوسېدونکي لاس لري. د دوي په وينا، په ياد کلي کې ۱۳۶ د بجلۍ مېټرونه لګېدلي دي چې له هغو څخه ۱۲۴ پوروړي دي او ټولټال پرې درې کروړه او اويا لکه روپۍ پاتې دي.

 

دوي وويل، چې د بجلۍ وېش د ګرډ سټېشن له لارې کېږي او د واپډا دفترونه يا ملازمین د بجلۍ د پرې کېدو مسئول نه دي.

 

احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې واپډا ملازمینو ته دې اغېزمن امنيت ورکړل شي، د بريدونو تورن کسان دې ونيول شي او د قانون له مخې دې سزا ورکړل شي. دوي خبرداری ورکړ چې تر هغو به احتجاج روان وي څو د دوي غوښتنې نه وي منل شوې.