د جمرود سياسي اتحاد مشرانو ويلي، چې د تحصيل جمرود او د تيراه د خلکو د اوږدمهالو ستونزو د حل، د درغلۍ د مخنيوي او د ولسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره ټولې سياسي ډلې پر يو ګډ پلېټفارم راټولې شوې دي.
د جمرود پرېس کلب کې ،د جولایۍ په ۲مه، په یوه ګډه خبري غونډه کې د سياسي اتحاد مشرانو مولانا سعيد خان، ملک واحد شاه، ظريف خان، عرفان اپرېدي، سيد کبير، مفتي آصف، ګل محمد، صادق خان او نورو ګډون وکړ.
دوي وويل، چې اتحاد به د تيراه د بې ځايه شويو کورنيو، د ريګي للمه د ځمکو لانجې، په سرکاري ادارو کې د مبينه غيرقانوني ګمارنو، د بجلۍ د لوډشيډنګ او نورو ولسي ستونزو په اړه په ګډه غږ پورته کوي او د اړوندو چارواکو پام به ورته را اړوي.
د اتحاد مشرانو وويل، چې د سيمي ډېرې ستونزې د سياسي يووالي له لارې حل کېدی شي او حکومت، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا اعلا وزير، مسؤليت لري چې د جمرود، تيراه او نورو اغېزمنو سيمو ستونزې په لومړيتوب کې هوارې کړي.
هغوي زياته کړه، چې د اتحاد د جوړېدو يو مهم هدف په حکومتي ادارو کې د اداري فساد مخنيوی، د ولسي ستونزو څرګندول او د خلکو د حقونو لپاره ګډه مبارزه ده. د دوي په وينا، په ډېرو سرکاري ادارو کې د فساد له امله عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
مشرانو وويل، د راجګال کوکي خېلو له بې ځايه شويو خلکو سره شوې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې او اغېزمنې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي. هغوي غوښتنه وکړه چې د اعلان شوي مرستندويه پېکج او نورو ژمنو عملي کېدو ته دې بېړنۍ پاملرنه وشي.
د خبري غونډې ګډونوالو د ريګي للمه د ځمکو لانجه هم مهمه وبلله او ويې ويل، چې که دا ستونزه د اوسني حکومت پر مهال حل نه شي، نو راتلونکي کې به يې حل نور هم ستونزمن شي.
هغوي وويل، چې د صوبايي اسمبلۍ غړی عبدالغني اپرېدی د تيراه او راجګال د خلکو منتخب استازی دی او بايد د دغو سيمو د خلکو د ستونزو د حل لپاره فعال رول ولوبوي.
د سياسي اتحاد مشرانو وويل، چې د راجګال اوسېدونکي لا هم د سړکونو، روغتيا، تعليم، برېښنا او نورو بنسټيزو اسانتياوو له کمښت سره مخ دي او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې د دغو محرومو سيمو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوي زياته کړه، چې د خیبر پښتونخوا له اعلا وزير سهيل اپرېدي څخه هيله لري چې د خپل پلرنۍ ضلعې ،خیبر، د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلي او د سيمي د خلکو اوږدمهالې ستونزې حل کړي.
د خبري غونډې په پای کې جمرود سياسي اتحاد اعلان وکړ چې د حکومت د هر هغه اقدام ملاتړ به کوي چې د ولس په ګټه وي، خو د اداري فساد، بدانتظامۍ او کمزورې حکومتولۍ پر ضد به خپلې نيوکې او احتجاج ته دوام ورکوي.
اتحاد له حکومت وغوښتل چې د جمرود، تيراه، راجګال او نورو اغېزمنو سيمو ستونزې دې په لومړيتوب کې حل او له خلکو سره شوې ټولې ژمنې دې عملي کړي.


شال نیوز