د شمالي وزيرستان د مداخېل او سيدګۍ قبيلو بې کوره شويو خلکو په بنو کې احتجاج کړی او له حکومت څخه يې د بندو شويو مرستو د سمدستي بيا بحالولو غوښتنه کړې ده. مظاهرچيانو خبرداری ورکړی دی، چې که د ،جولایۍ د ۸مې، پورې يې غوښتنه ونه منل شي، نو په پېښور کې به د اعلا وزير د کور مخې ته پرلت پېل کړي.
احتجاج ،د جولایۍ په ۲مه، د بنو په فضل قادر شهيد پارک کې وشو. غونډې ته د شمالي وزيرستان د صوبايي اسمبلۍ پخواني کانديد ملک رحمت غلام خان وويل، چې د مداخېل او سيدګۍ قبيلو د ګڼو بې کوره شويو کورنيو مرستې له تېرو دوو تر دريو کلونو راهيسي بندې دي، حال دا چې د انتظاميې او اړوندو ادارو په موجودګۍ کې څو ځله شوې تصديقۍ ښيي چې دغه کورنۍ لا هم خپلو سيمو ته نه دي ستنې شوې او د مرستو قانوني حق لري.
هغه وويل، چې دغو کورنيو د امنيت د عملياتو پر مهال خپل کورونه پرېښودل او قربانۍ يې ورکړې، خو تر اوسه نه د دوي د باعزته ستنېدو لپاره عملي ګامونه پورته شوي او نه يې مالي مرستې بيا پېل شوې دي. د هغه په وينا، بې کوره شويو خلکو د خپلې ستنېدو لپاره څو ځله احتجاجونه او پرلتونه کړي، خو يوازې ډاډګيرنې ورسره شوې دي.
ملک رحمت غلام خان وويل، چې ډېرې اغېزمنې کورنۍ د عايد بله سرچينه نه لري او د مياشتې شل زره روپۍ مرسته يې د ژوند يوازينۍ تکيه ده. هغه زياته کړه، چې د ګرانۍ په روانو حالاتو کې د دغو مرستو بندېدو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي او ډېرې کورنۍ لا هم په خېمو کې ژوند کوي.
مظاهرچيانو له حکومت او ضلعي انتظاميې وغوښتل چې د اغېزمنو کورنيو بندې شوې مرستې دې بې له ځنډه بيا بحالې کړي. هغوي خبرداری ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شوې، نو له بنو څخه به پېښور ته لاريون وکړي او د اعلا وزير د کور مخې ته به تر نامعلومې مودې پورې پرلت ته دوام ورکړي.


صفدر داوړ