د تورخم د کسټم کلیرنګ اېجنټانو، ټرانسپورټرانو او سوداګرو ویلي دي، چې که حکومت د تورخم له لارې تجارت زر تر زره بحال نه کړي، نو له قامي مشرانو، سیاسي ګوندونو او ټولنیزو تنظیمونو سره تر سلا وروسته به په پاکستان ـ افغانستان لویه لار د نامعلوم وخت لپاره احتجاجي پرلت پېل کړي.

 

د خیبر ضلعې پرېس کلب کې ،د جولایۍ په ۲مه، یوې ګډې خبري غونډې ته د تورخم کسټم کلیرنګ اېجنټانو د ټولنې مشر مجیب شینواري، پخواني مشر ایمل شینواري، شاه جهان، حضرت عمر او د آل طورخم ټرانسپورټ یونین مشر عظیم الله وینا وکړه.

 

دوي وویل، چې د تورخم پولې د تړل کېدو له امله له تېرو نهو میاشتو راهیسي تجارت په ټپه ولاړ دی او زرګونه کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

 

د دوي په وینا، شاوخوا څلور زره مزدوران، دوه زره ځايي ټرانسپورټران، نږدې پنځلس سوه کسټم کلیرنګ اېجنټان او زرګونه سوداګر اغېزمن شوي دي. دوي وویل، چې له خیبر نه تر کراچۍ پورې ډېر کاروبارونه هم له دې بندښت څخه اغېزمن شوي او ورځني مزدوران د خپلې کورنۍ د روزۍ پیدا کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

ویناوالو وویل، چې تورخم د پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د تجارت یوه مهمه دروازه ده او د سیمي د زرګونو خلکو روزګار ورسره تړلی دی.

 

د دوی په وینا، د پولې د بندښت له امله هره ورځ د برامداتو په برخه کې شاوخوا دوه اعشاریه پنځه میلیونه امریکايي ډالره او د درامداتو په برخه کې نږدې ۵۴۰ میلیونه روپۍ سرکاري عاید اغېزمنېږي.

 

د ټولنې مشر مجیب شینواري وویل، چې دوي په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد امنیت او قامي ګټو ته په کتو چوپتیا غوره کړې وه، خو اوس د سوداګرو، ټرانسپورټرانو او مزدورانو اقتصادي ستونزې نورې د زغملو نه دي.

 

هغه وویل، د سرحدي کړکېچ او ډزو له امله په تورخم کې له دېرشو زیات تجارتي دفترونه او مارکیټونه زیانمن شوي دي، خو تر اوسه اغېزمنو کسانو ته نه تاوان ورکړل شوی او نه هم د مرستې کوم ځانګړی پکېج اعلان شوی دی.

 

دوي له وفاقي حکومت، د خیبرپښتونخوا حکومت، اېف بي ار، د تجارت او بهرنیو چارو وزارتونو، د پاکستان له وزیراعظم، د پوځ له مشر او افغان چارواکو وغوښتل چې د خبرو له لارې ستونزې هوارې او د تورخم له لارې تجارت سمدستي بحال کړي.

 

دوي وویل، چې په نړۍ کې تجارت له سیاسي اختلافونو جلا ساتل کېږي، ځکه نو د تورخم په څېر مهمه تجارتي لاره هم باید د هر ډول سیاسي کړکېچ پر مهال خلاصه وساتل شي.

 

د خبري غونډې په پای کې ویناوالو خبرداری ورکړ، چې که حکومت عملي ګامونه وانخلي، نو له قامي مشرانو، سیاسي ګوندونو، ټولنیزو تنظیمونو او اغېزمنو سوداګرو سره به په ګډه په پاکستان ـ افغانستان لویه لاره نامعلوم وخت لپاره احتجاجي پرلت پېل کړي، چې د دوي په وینا، تر هغو به دوام ولري څو غوښتنې یې ونه منل شي.