د خیبر پښتونخوا د خوړو خوندیتوب او حلال خوړو اداره وایي، د خوړو لپاره د اعلا وزیر د ځانګړي سلاکار په لارښوونه یې د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د خوراکي توکو د کیفیت د څار او قانوني اقداماتو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

 

د ادارې ویاند ،د جولایۍ په ۲مه، ویلي، چې د فوډ سېفټۍ ټیمونو په پېښور، مردان، سوات، اېبټ اباد، بنو او ملاکنډ کې چاپې وهلې او د غیرمعیاري او صحت ته زیان رسوونکو خوراکي توکو پر ضد یې کارروایانې کړې دي.

 

د ویاند په وینا، په مردان کې ۲۰۰ لیټره ملاوټي شیدې نیول شوې او له منځه یوړل شوې، او د غیرمعیاري شیدو پر پلورونکو درنې جرمانې لګول شوې دي. په پېښور کې د غیرمعیاري مشروباتو د جوړولو د یوې ډلې مبینه مشر نیول شوی او ۳۰۰ لیټره صحت ته زیان رسونکي مشروبات ضبط شوي دي.

 

په سوات کې د شیدو له کاروبارونو د معاینې پر مهال ۵۰۰ لیټره غیرمعیاري شیدې موندل شوې او له منځه یوړل شوې، او د اړوندو کسانو پر ضد قانوني کارروایي پېل شوې ده. د ویاند په خبره، په اېبټ اباد کې د ناکه بندۍ پر مهال ۶۰۰ لیټره ملاوټي شیدې او ۱۵۰ کیلوګرامه د ناروغو چرګانو غوښه ضبط او له منځه یوړل شوه، او د مسؤلو کسانو پر ضد قانوني ګامونه اخیستل کېږي.

 

په بنو کې د فوډ سېفټۍ ټیم د ضلعي انتظامیې او د لایوسټاک څانګې له چارواکو سره په ګډه د شیدو لېږدوونکو ټېنکرونو معاینه وکړه، چې په ترڅ کې یې ۵۰۰ لیټره ملاوټي او صحت ته زیان رسونکې شیدې له منځه یوړې او د اړوندو کسانو پر ضد یې کارروایي پېل کړه.

 

همداراز په ملاکنډ کې د یوې پټې اطلاع پر بنسټ د عملیاتو پر مهال ۲۰۰ کیلوګرامه غیرمعیاري غوښه او غیرمعیاري ایس کریم ضبط او له منځه یوړل شول، او پر مسؤلو کسانو درنې جرمانې هم ولګول شوې دي.

 

د خیبر پښتونخوا د خوړو خوندیتوب او حلال خوړو ادارې ویلي، د غیرمعیاري او ملاوټ لرونکو خوراکي توکو پر ضد به د صوبې په ټولو ضلعو کې دا ډول عملیات دوام ولري.