د بر سویلي وزیرستان په لدها کې د ‘وزیرستان امن فېسټيوال’ په لړ کې د فوټبال سيالۍ دوام لري، چې ،د جولایۍ په ۲مه، دوه په زړه پورې لوبې ترسره شوې.

 

د ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د کړۍ وام جنډوله او د لدهې شمېرۍ لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې د لدهې شمېرۍ لوبډلې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره بريا خپله کړه.

 

د دويمې سيالۍ په ترڅ کې د لدهې سپېشتين لوبډلې د کوټکۍ له لوبډلې سره سيالي وکړه. په دې لوبه کې هم د سپېشتين لوبډلې ښه لوبه وکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

 

بل لور ته، د سياليو پر مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو. د لدهې تاڼې د پوليسو مشر ،محمد غفران، تر څارنې لاندې پوليسو د امنيتي ځواکونو سره په ګډه د سياليو امنيت خوندي ساته.

 

چارواکي وايي، ټولې لوبې په ارام او خوندي چاپېريال کې پای ته ورسېدې او هېڅ ډول ناخوښه پېښه ونه شوه. د دوي په وينا، د سيمي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ و او نندارچيانو هم د لوبو پر مهال بشپړ نظم او سپورټي روحيه وساتله.