د باجوړ ضلعې د ماموند تحصیل د شنکوټ په پاکستان چوک سیمه کې پر یوه استوګنیز کور د مبینه ډرون برید له امله درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید ،د جولایۍ په ۲مه، د سید ولي جان د عجب خان پر کور شوی، چې له چاودنې وروسته په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې ده.

 

سرچیني وایي، په وژل شویو کې ۱۵ کلن اسحاق د میرزمان زوې، ۳۰ کلن امتیاز د بختیار زوې او پنځه کلنه منیبه د بختیار لور شامله ده.

 

د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ټول ټپیان د درملنې لپاره د خار ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چرته چې ورته طبي مرستې ورکول کېږي.

 

د باجوړ د پولیسو ډي اېس پي سعید الرحمن شال نیوز ته د پېښې پخلی کړی، او ویلي یې دي چې په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې مبینه ډرون له کوم ځایه راغلی او برید د چا له لوري شوی دی.

 

پولیسو او نورو اړوندو ادارو د پېښې پلټنې پېل کړې دي. چارواکي وایي، تر هغو چې پلټنې بشپړې شوې نه وي، د برید د نوعیت او د احتمالي مسؤلو اړخونو په اړه وروستۍ څرګندونې نه شي کېدی.