د خیبر پښتونخوا په مردان ضلع کې د جولایۍ په لومړۍ نېټه په دوو جلا پېښو کې درې تنه ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲، د معلوماتو له مخې، د تخت بایي فلای اوور پر سر د ساین بورډ لوېدو له امله یو کس ټپي شوی دی.
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس او طبي ډله سیمي ته ورسېدل او ټپي کس ته یې پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې.
بل لور ته، د مردان د دربو کلي په سیمه کې د دیوال نړېدو له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په دې پېښه کې ۱۱ کلن عبدالبصیر د ساقب زوې او ۱۲ کلن خذیفه د ذیشان زوې ژوبل شوي دي.
چارواکي وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سمدستي سیمي ته رسېدلې، دواړو ټپیانو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د درملنې لپاره مردان مېډیکل کمپلېکس روغتون ته انتقال کړي دي.


پامیر جان