د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲، له مخې، د جون جولایۍ په لومړۍ، د پېښور، مردان، چارسدې، بونېر، سوات او باجوړ په ګډون د صوبې په يو شمېر ضلعو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي چې له امله يې خلک له خپلو کورونو او ودانيو څخه بهر راوتلي دي.

 

د پاکستان زلزله‌ پېژندنې مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت ۵.۳ ريکارډ شوی، ژوروالی يې ۱۷۴ کيلومتره و او مرکز يې د هندوکش سيمه وه.

 

د رېسکيو ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا وياند بلال احمد فيضي ويلي، که د زلزلې له امله هر ډول بېړنی حالت رامنځته کېږي، نو ولس دې د مرستې لپاره د رېسکيو ۱۱۲۲ پر وړيا بېړني شمېرې ۱۱۲۲ اړيکه ونيسي.

 

تر دې دمه د زلزلې له امله د ځاني يا مالي زيان کوم رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی.