د بر دير د اوصوړۍ درې د رانګونو په کلي کې د نجونو په یوه مدرسه د تندر پريوتو پيښه کې لږ تر لږه ۲۲ زده کونکې ټپيانې شوې دي.
د معلوماتو لمخې، پېښه ،د جولایۍ په لومړۍ، هغه مهال رامنځته شوه، چې جینکو په مدرسه کې زده کړې کولې او تندر پرې ور پرېوتل.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم ځايي خلکو د ژغورنې او مرستې چارې پېل کړې، ټپي شوې زده کونکې یې د لومړنۍ طبي مرستو له وروسته د واړۍ روغتون ته ولېږدولې.
د واړۍ روغتون چارواکو ،شال نیوز، ته ویلي دي، چی د درملنې نه پس یې د شلو نه زیاتې نجونې کورونو ته استولي دي او نورې یې د څارنی لپاره په روغتون کی ایسارې کړې دي، خو چارواکي زیاتوي چی د ټولو اغیزمنو روغتیایي حالت ښه دی.
له پېښې وروسته په سيمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې، او د سيمي ګڼ شمېر اوسېدونکي روغتون ته ورغلي دي.


جاوید ملنګ