خیبر پښتونخوا کې د سختې ګرمۍ له څپې وروسته د صوبې په بېلابېلو سيمو کې د پشکالي بارانونو لړۍ پېل شوې ده، چې ورسره د تودوخې زور مات شوی دی.

 

د شال نيوز د خبريالانو د معلوماتو له مخې، د جولای په لومړۍ نېټه د کرمې په پاړاچنار او د بر دير په بېلابېلو سيمو کې پشکالي بارانونه شوي دي، چې له امله يې د ګرمۍ شدت کم شوی او موسم خوندور شوی دی.

 

بل لور ته په پېښور کې هم د سختې تودوخې وروسته اسمان ورېځ شوی او د باران امکان څرګند شوی دی.

 

د يادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي ایم ای) د جولایۍ له لومړۍ نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې د صوبې په بېلابېلو سيمو کې د پشکالي بارانونو، تېزو بادونو او پړق او پړوق وړاندوينه کړې ده.

 

چارواکو د بارانونو پر مهال د غرنیو سيمو په ځينو برخو کې د ګلېشېرونو د وېلې کېدو او د ناڅاپي سېلابونو د خطر په اړه هم خبرداری ورکړی دی.